افغانستانخبرونه

ننګرهار کې یو پلار خپله ۱۶ کلنه لور ځکه وژلې، چې د پیسو په بدل کې يې له یو سپین‌ږیري سره له واده انکار کړی و!

( کابل ټيليګراف (کب ۲۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د ننګرهار ولایت  په روداتو ولسوالۍ کې یو پلار خپله ۱۶ کلنه لور له دې امله وژلې چې یوه سپین ږیري سره یې له واده انکار کړی وو.

کابل ټیلیګراف ته یوې باورې سرچینې ویلي چې پلار یې خپله لور د ۵ سوه زره افغانیو په بدل کې یوه سپین ږیري ته ورکړې وه چې جلۍ له یاد سپین ږیري سره له واده کولو انکار کړی و، چې له امله یې د پلار له لوري وژل شوې.

ویل کېږي له پېښې وروسته د جلۍ پلار خوست ته تښېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په افغانستان کې د پیسو په بدل کې د انجونو ودول ډېر شوي چې تازه پیښه یې درې ورځې وړاندې د ارزګان په ولایت کې یو کس خپله کم عمره لور د ۱۲ میلیونه افغانیو په بدل کې یو ۷۲ کلن کس ته واده کړې وه.

یوې سرچینې کابل ټلیګراف ته وویلي و چې یاد کس اصلي د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ اوسیدونکي دي او دا یی دریمه نکاح ده.

دغه سرچینې کابل ټیلیګراف سره هغه غږ هم شریک کړ و، چې په کې د طالبانو امرباالمعروف د پېښې د تائیدۍ ترڅنګ د نجلۍ د رضایت خبره کوي.

تر دې وړاندي هم په د اورزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې یو کس خپله لور په نهه میلیون پاکستانیو کالدارو پلورلې وه.

د طالبانو دودیزو محدویتونو او ټولنیزو باورونو ښځې له خپلو اساسي حقونو محرومې کړې.

د تېر جمهوریت پرمهال د افغانستان د اساسي قانون، اسلامي ارزښتونو او نړیوالو بشري قوانینو له مخې، ښځو د زده کړو، کار، او ټولنیز فعالیت حق درلود، کوم چې اوس د ښځو لپاره په یو خیال بدل شوي او له د طالبانو لخوا د پراخ جنسیتي تبعیض سره مخ دي.