افغانستانخبرونه

پنجشیر کې د نږدې ۳۲۹ زره ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شول

کابل ټیلیګراف – ۲۲ کب د ۱۴۰۳ لمریز کال

پنجشیر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، چې د دې ولایت له کانونو استخراج شوي ۱۵ زره او ۵۵۲ قیراطه زمرد د ۳۲۸ زره او ۹۵۰ ډالرو په ارزښت وپلورل شول.

په دې داوطلبۍ کې دوو هندي پانګوالو هم ګډون کړی وو او د پنجشېر لپاره د طالبانو له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په کتنه کې یې د یاد ولایت په کانونو د پانګونې طرحه هم شریکه کړې ده.

دغه راز دې کتنه کې حکیم د هندي پانګوالو د طرحې هرکلی کړی او کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.