افغانستانخبرونه

اف‌بي‌ای: محمد شریف‌الله د کابل د هوایي ډګر برید اصلي طراح نه دی

کابل ټیلیګراف – ۲۲ کب د ۱۴۰۳ لمریز کال

محمدشریف‌الله چې د کابل هوایي ډګر په برید کې د اصلي طراح په تور نیول شوی و، له څېړونو وروسته ثابت شوه چې نوموړی د یاد برید اصلي پلان جوړوونکی نه دی.

د اف‌بي‌ای ځانګړي افسر سېټ پارکر محکمې ته ویلي، چې محمدشریف‌الله د کابل د هوایي ډګر په برید کې اصلي طراح نه و، بلکې یوازې یې په دې برید کې مرسته کړې وه.

د شریف‌الله وکیل هم ویلي، چې هغه د دې برید اصلي طراح نه دی.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې وه، چې د پاکستان په مرسته یې د کابل هوایي ډګر د ۲۰۲۱ برید اصلي طراح نیولی دی.

د کابل هوایي ډګر برید، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه وشو، یو له خونړیو حملو څخه و، چې د داعش خراسان څانګې یې مسوولیت واخیست. په دې برید کې د ۱۸۰ څخه ډېر افغانان او ۱۳ امریکایي سرتېري ووژل شول.