افغانستانخبرونه

تورخم کې د افغان او پاکستاني سوداګرو غونډه وځنډېډه

کابل ټیلیګراف – ۲۲ کب د ۱۴۰۳ لمریز کال

ټاکل شوې وه چې نن په تورخم کې د افغان او پاکستان سوداګرو غونډه وشي خو د یادې جرګې یو غړی وایي چې دغه غونډه د نامعلولو دلایلو امله وځنډېده.

څه باندې شل ورځې شوې چې پاکستان د طالبانو له لوري د پوستې جوړېدو په غبرګون کې د تورخم لاره د هر ډول تګ او راتګ لپاره وتړله او تر اوسه دغه ستونزه نه ده حل شوې.

څو ځلې د د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د دغې ستونزې د حل لپاره ناسته وشوه خو لا هم نه ده حل شوې.

ټاکل شوې وه چې نن له غرمې مخکې بیا د افغان سوادګرو او پاکستان سوادګرو ترمنځ ناسته وشي خو د ننګرهار د سوداکرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي او له پاکستاني سوداګرو سره د جرګې غړي، عزیز الرحمن عرب په یوه خپره شوې وېډیو کې ویلي دغه غونډه د نا معلومو دلایلو له امله وځنډېده.

درې ورځې وړاندې هم د افغان او پاکستاني سوداګرو او قومي مشرانو ترمنځ د تورخم دروازې د پرانیستلو په موخه غونډه شوې وه چې بې پایلې پایته رسېدلې وه.