افغانستانخبرونه

ننګرهار کې خلکو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړل شوی، چې را کړه ورکړه له کلدارو افغانیو ته واړوي

( کابل ټيليګراف (کب ۲۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

په ننګرهار کې طالبانو خلکو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی، چې خپله را کړه ورکړه له کلدارو افغانیو ته واړوي او د یادې مودې وروسته به سرغړونکو سره قانوني چلند ترسره کړي.

د یاد ولایت غني خېلو، مهمند دره ، لالپورې، دوربابا، نازیان، اچین او سپین غر هغه ولسوالۍ دي، چې  د ډیورند فرضي کرښې ته څیرمه پرتې دي  او ډیری ځایي خلک یې پیر او پلور  د افغانیو پر خای پر پاکستانیو کالدارو کوي.

تازه په ننګرهار کې طالبانو له بېلابېلو ادارو څخه کمیټه جوړ کړې او ورته یې دنده سپارلې، ترڅو په یادو ولسوالیو کې دکالدارو چلند مخنیوی وکړي.

د ننګرهار د طالبانو مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی وايي، دا ګام یې د افغانۍ د ثبات او پر خپل ملي پولي واحد د راکړې ورکړې لپاره پورته کړی دی.