خبرونهنړۍ

پاکستان: بلوچستان کې نیول شویو کسانو څخه ۱۵۵ تنه ازاد او ۲۷ ګروګان کوونکي ووژل شول

( کابل ټيليګراف (کب ۲۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د پاکستان پوځ وایي، د بلوچستان ایالت کې د مسافر وړونکي اورګاډي پر ضد د بلوچستان بیلتون غوښتوونکو  په وړاندې د عملیاتو په دوام کې ۱۵۵ مسافر ازاد کړي او په عین حال کې یې ۲۷ گروگان‌نیوونکي یې هم وژلي دي.

د بلوچستان ایالت بولان په دښته کې پرون د بلوچستان بېلتون غوښتوونکو په وه مسافر وړونکي اورګاډي برید وکړ او له دوه سوو زیات کسان یې یرغمل کړل.

د پاکستان پوځ ویلي، د  ګروګان نیوونکو  په منځ کې یې ځانمرګي برید کوونکي هم شتون درلود، د اورګاډي مسافر د انساني سپر په توګه کارولي، نو ځکه د مسافرو د هر ډول زیان مخنیوي لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات په پوره احتیاط سره ترسره کېږي.

دوی تائيد کړې، چې تر سلو زیات کسان اوس هم د بلوچستان ازادۍ غوښتوونکو په ولکه کې دي.