
( کابل ټيليګراف (کب ۲۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د پاکستان پوځ وایي، د بلوچستان ایالت کې د مسافر وړونکي اورګاډي پر ضد د بلوچستان بیلتون غوښتوونکو په وړاندې د عملیاتو په دوام کې ۱۵۵ مسافر ازاد کړي او په عین حال کې یې ۲۷ گروگاننیوونکي یې هم وژلي دي.
د بلوچستان ایالت بولان په دښته کې پرون د بلوچستان بېلتون غوښتوونکو په وه مسافر وړونکي اورګاډي برید وکړ او له دوه سوو زیات کسان یې یرغمل کړل.
د پاکستان پوځ ویلي، د ګروګان نیوونکو په منځ کې یې ځانمرګي برید کوونکي هم شتون درلود، د اورګاډي مسافر د انساني سپر په توګه کارولي، نو ځکه د مسافرو د هر ډول زیان مخنیوي لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات په پوره احتیاط سره ترسره کېږي.
دوی تائيد کړې، چې تر سلو زیات کسان اوس هم د بلوچستان ازادۍ غوښتوونکو په ولکه کې دي.