افغانستانخبرونه

پچیراګام کې یو تن د خپلې میرمنې د وروڼو لخوا وژل شوی

( کابل ټيليګراف (کب ۲۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې یو تن د خپلې میرمنې د وروڼو لخوا په چاقو ګانو وهل شوی او وژلی یې دی.

یوې سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: یاد ځوان د یوه ښوونځي د ښوونکې په توګه ازموینې لپاره روان وو، چې د خپلې میرمنې د وروڼو لخوا په چاقو ګانو وهل شوی او وژلی یې دی.

دغه سرچینې زیاته کړه، یاد ځوان څه موده مخکې د خپلې میرمنې سره تر واده مخکې ملګرتیا درلوده، چې د همدې اړیکې له امله یې خپله خور  د میرمنې کورنۍ ته بدو کې ورکړې وه او یاده نجلۍ همدې هلک ته په نکاح کړې وه.

سرچینه وایي، سره له دې چې موضوع حل شوې وه، خو نن یاد هلک د خپلو اوښو له لورې په چاقو ګانو وهل شوی او وژلی دی.

د یادونې وړده، چې د ننګرهار په روداتو کې هم تېره ورځ یوې نجلۍ سپين ږیرې ته د واده کولو د انکار له امله د خپل پلار لخوا وژل شوې وه.