افغانستان
افغانستان کې د شري د ناروغۍ د زیاتوالي په اړه د بې پوله ډاکټرانو ټولنې اندېښنې

( کابل ټيليګراف (کب ۲۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
په افغانستان کې د بې پوله ډاکټرانو ټولنې ویلي چې په افغانستان کې هره ورځ د شري ناروغۍ له امله یو ماشوم خپله ژوند له لاسه ورکوي،یاد سازمان یو راپور خپور کړی چې پکې د شرغي ناروغۍ له امله د مړیني کچه د تیر کال په پرتله دری برابره زیاته ښودل شوې او زیاته کړې ده چې دوي یې اندېښمن کړي دي.
یاد سازمان ویلي د شری ناروغیو له امله د مړیني کچه په هلمند بلخ او هرات ولایتونو کې د نورو په پرتله زیاته ده
په راپور کې د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو د استازي میکاییل لي پای له قوله ویل شوي چې د واکسین تطبیق د شري د مخنیوي یوازنۍ لاره ده او باید چې خلک خپل ماشومان د دغې ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي
څه موده وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ۲۰۲۴ کال کې یې په افغانستان کې د شري نژدې ۶۵ زره پیښې ثبت کړي دي..