نړۍ

مارکو روبیو: که روسیه له اوکراین سره اوربند قبول نکړي اقتصادي بندیزونه پرې لګوو

( کابل ټيليګراف (کب ۲۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

وروسته تر هغې چې په سپینه ماڼې کې د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو ترمنځ د روسیې او اوکراین په روانه جګړه توند بحث وشو د نړۍ او په ځانګړي ډول د اوکراین ملاتړۍ اورپايي اتحادېې د خپلو متحدینو ترمنځ ناستې او کتنې ډیرې کړئ تر څو په دې جګړه کې خپل دریځ روښانه کړي.

تر هغې وروسته د امریکايي او اوکرایني چارواکو ترمنځ د عربستان په منځګړتیوب د دې هیواد په پلازمینه ریاض کې مذاکرات ترسره شو چې په پایله کې یې دواړو هیوادونو د ۳۰ اوربند پر موفقې سلا شو.

اوس  امریکایي چارواکو  له  روسیې غوښتي چې ۳۰ ورځې اوربند وړاندیز دې قبول کړي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ولادیمیرپوتین غوښتي چې دوي مجبور نه کړي تر څو فشار پرې راوړي هغه امریکايي رسنیو سره خبرو کې ویلي د سولې غوښتونکی دی او له روسیې هم هیله لري چې د جنګ لاره خپله نکړي، خو زیاته کړې یې ده که مجبور شي سخت اقتصادي بندیزونه به پرې ولګوي

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل مارکو روبیو هم د اوربند له وړاندیز کولو وروسته وویلي چې اوس توپ د روسيي په خارو کې دی او هغوي باید د سولې لپاره خپل ښه نیت ښکاره کړي.

په ورته مهال امریکايي چاروکو خبر ورکړی، چې یو پلاوی به یې د خبرو لپاره په همدې اونۍ کې مسکو ته سفر وکړي.

که څه هم تر دې مهاله د روسیې چارواکو د اوربند کولو او نه کولو په تړاو څه نه دي، ویلي خو د بریتانیا هیواد د دفاع وزیر جان هیلی  له روسیې غوښتي چې اوربند ته غاړه کیدي او دا جګړه پای ته ورسوي.