کابل ټیلیګرافلوبې
نور احمد د انګلستان لیګ کې د بهرنیو لوبغاړو په کتار کې تر ټولو په لوړه بیه واخیستل شو

( کابل ټيليګراف (کب ۲۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د انګلستان مشهور سل بالیزه کرکټ لیګ چې بولي یې پرون ورځ ترسره شوه پکې افغان ورو توپ اچوونکی نور احمد تر ټولو بهرنیو لوبغاړو په لوړه بیه واخیستل نوموړی د مانچسټر لوبډلې په ۲۰۰ سوه زره پاونډه واخسیت چې په دې لیګ کې تر بل هر بهرني لوبغاړي ډیرې پیسې دي.
نور احمد د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی دی چې د خپلې لوبډلې تر څنګ د نړۍ په بیلابیلو لیګونو کې لوبې ترسره کوي او په ډیر کم وخت کې یې د نړۍ په غوره سلو توپ اچونکو کې ځای پیدا کړی دی.