افغانستانخبرونه

ایټالیا د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه ۳.۵ میلیون ډالره مرسته کړې

کابل ټیلیګراف – ۲۳ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي، چې ایټالیا د افغانستان زیانمنو بېرته راستنېدونکو ته د رسېدنې په موخه ۳.۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

یاد سازمان د دې مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا بودیجه به د بشري خوندیتوب او روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره څه باندې ۲۵زره افغان راستنېدونکو ته ځانګړې شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې له ۴۲۹ زرو څخه ډېرو افغان بېرته راستنېدونکو ته بشري مرستې برابرې کړې دي.