افغانستانخبرونه

د کابل په بګرامیو کې یو جامع جومات ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

کابل ټیلیګراف – ۲۳ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

د طالبانو ارشاد، حج او اقافو وزارت وایي، کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ په دولت زیو کلي کې د “مسجد النور” په نوم يو لوی جامع جومات جوړ او د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو.

د یاد وزارت سرپرست شیخ نور محمد ثاقب د دې جومات په پرانیست‌غونډه کې ویلي، دغه وزارت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جوماتونو د جوړولو، بیارغولو او تجهیزولو لپاره منظمه ستراتېژي لري.

نوموړي زیاته کړې، چې اوس‌مهال هېواد کې د یو شمېر لویو جامع جوماتونو کارونه بشپړ شوي، او د نورو د جوړولو چارې دوام لري.