خبرونهسیمه

جنوبي وزیرستان کې د جمعې د لمانځه پرمهال چاودنه شوې

یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د جنوبي‌ وزیرستان په عظم ورسک کلي په جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال چاودنه شوې ده.

ویل کیږي په دغه جومات کې د مولانا فضل الرحمان تر مشرۍ لاندې د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند یو غړي هم شتون درلود چې په برید کې سخت ټپيان شوی.

د لومړنیو معلوماتو له مخې د مولانا عبدالله ندیم په ګډون ۴ تنه په دغه برید کې ټپیان دي‌ خو د نورې مرګ ژوبلې په اړه لا بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي.

د پاکستان پولیسو د پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې چادیدونکي توکي له وړاندې د جومات په میکروفون کې ځای پرځای شوي‌ وو.

د دغه برید مسولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخستی خو په دې وروستیو کې په پاکستاني پوځیانو او پوځ ته نږدې ملایانو بریدونو زور اخستی چې تازه هغه یې تېره شپه د خیبر پښتونخوا په جنډوله سیمه کې د پاکستاني‌ پوځ پر یوه مرکز یو وسله وال برید.

درې اونۍ وړاندې هم د جمعې د لمانځه پرمهال د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک حقانیه مدرسه کې د یوه ځانمرګي‌ برید له امله د حامد الحق حقاني په ګډون ۶ تنه ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.