لوبې
د هند کرکټ لوبډلې لوبغاړی: پخوا خلکو د وهلو اخطارونه ورکول مګر اوس یې په ستاینو نه مړېږي

( کابل ټيليګراف (کب ۲۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی ورون چکروارتي وايي پخوا خلکو د وهلو اخطارونه راکول خو اوس مې ستاینه کوي.
نوموړی چې په چمپینز ټرافۍ یا اتلانو جام سیالیو کې د هندۍ لوبډلې برخه و تر ډيره یې د خپلې لوبدلې لپاره ښه توپ اچونه ترسره کړه هندوستان ته تر ستنېدلو وروسته یې ویلي چې تر ۲۰۲۱ کال نړیوال جام وروسته کله مې چې هلته ښې لوبې ترسره نکړئ خلکو راته له بیلابیلو لارو اخطارونه راکول خو په خبره یې چې خپلو هڅو ته یې دوام ورکړ او دا دی اوس په چمپنیز ټرافۍ سیالیو کې تر ښه ځلیدو وروسته یې خلک ستاینه کوي.
چکروارتي د هندۍ لوبډلې سلو توپ اچونکی دی چې په دې وروستیو کې یې د کرکټ څارونکو او مینه الو پام ځانته اړولی دی هغه به د تېر په څیر هم سږ کال د ای پي ایل سیالیو کې د شاروخان اړوند کلکتې لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کړي.