افغانستانخبرونه

عراق کې د داعش ډلې یو لوړ پوړی غړی وژل شوی

کابل ټیلیګراف – ۲۵ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

د عراق صدراعظم محمد شیاع السوداني په دې هیواد کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې یو لوړ پوړي غړي وژل کیدو خبر ورکړی.

هغه سوداني په یوې اعلامیې کې چې په ټولنیزه شبکه کې یې خپره کړې ویلي چې د دې هیواد لپاره د داعش د ” خلیفه مرستیال، عبد الله مكي مصلح الرفاعي”وژل شوی.

په اعلامیه کې د جزییاتو له ورکولو پرته راغلي چې هغه د عراق امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی او متحده ایالاتو یې ملاتړ کړی دی.

د ملګرو ملتونو په یو تازه راپور چې د غړیو هیوادونو د استخباراتي ادارو معلوماتو پر اساس ترتیب شوی، پکې ویل شوي چې الرفاعي په ټول عراق، سوریې، ترکیې او د منځني ختیځ نورو هیوادونو کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د عملیاتو مسؤل و.