
کابل ټیلیګراف – ۲۵ کب ۱۴۰۳ لمریز کال
په کندهار ولایت کې سیمهییزې سرچېنې وایي چې په دغه ولایت کې یو کس ځان وژنه کړې ده.
یوې باوري سرچېنې کابل ټیلیګراف ته وویل چې دغه پېښه د ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده.
سرچېنه زیاتوي چې دغه کس پخوا ډریوري کوله او اوس مهال وزګار و.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې شوې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.