
وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دیواجرایوي فرمان له مخې د دوه رسینو چې د امریکا لخوا یې ملاتړ کېده او د استبدادي رژیمونو لاندې هیوادونو ته خپرونې کوي کمې شوې او د VOAیا امریکا غږ اشنا کارمندان په اجباري معاش رخصت شوي.
د وریټرز خبري اژانس ته د رسېدلو برېښنالیکونو له مخې ښکاري چې د VOA یا امریکا غږ کارکونکو ته اجازه نه ورکول کیږي چې کار ځای ته داخل شي او یا داخلي سیسټمونو ته لاس رسیی ولري خو تر دې مهاله دا نه ده معلومه شوې چې څومره کارکونکي د دې پرېکړې لخوا اغیزمن شوي دي.
په ورته مهال د ازادۍ راډیو رییس استفان کاپوس د ټرمپ دغه پرېکړه د امریکا د دښمنانو لپاهر یوه ستره ډالۍ یاده کړې او ویلي یې دي «د ایران ایت الله، د چین کمونست مشران او د مسکو او مینسک دیکتاتوران به له ۷۵ کلونو وروسته د آزادې اروپا .راډیو د ازادۍ راډیو له منځه تللې ولمانځي دا به زموږ دښمنان پیاوړي کړي او امریکا به کمزورې کړي
دا اقدام وروسته له هغه کیږي چې ټرمپ د جمعې په ورځ اجرایوي امر صادر کړ چې د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو ادارې او شپږو نورو فدرالي ادارو فعالیت لږترلږه قانوني کچې ته راټیټ کړي ، دا اقدام د ادارې په وینا د بیوروکراسي کمولو پلان برخه وه.