
کابل ټیلیګراف – ۲۶ کب ۱۴۰۳ لمریز کال
د غزې شمالي ښار بیت لاهیا کې د اسراییلو د هوایي برید له امله د درېیو سیمهییزو خبریالانو په ګډون لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي شوي.
یادې څرګندونې رویټرز په یوه راپور کې کړي دی.
بیت لاهیا، چې د غزې په شمال کې موقعیت لري، د اسراییلي پوځ د هدفي بریدونو شاهد پاتې شوی، خصوصاً د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې، کله چې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه شدیده شوه.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه (CPJ) او نورې نړیوالې ادارې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کوي چې خبریالان د بریدونو هدف ونه ګرځوي او د رسنیو ازادۍ ته درناوی وکړي.
دغه برید په داسې حال کې کېږي، چې قاهره کې د حماس او اسراییلو تر منځ د اوربند خبرې روانې دي او لا هم دغه کړکېچ ته د حل لار نه ده موندل شوې.