افغانستانخبرونه

طالبانو پکتیا کې د څه باندې ۴۵۰ کیلوګرامه چرس د نیولو خبر ورکړی

کابل ټیلیګراف – ۲۶ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

په پکتیا کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې یې ۴۵۲ کیلوګرامه چرس نیولي او په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چرس یې تېره ورځ په ګردیز ښار کې نیولي دي.

سرچېنې لیکلي چې له نیول کس څېرنې روانې دي او وروسته له څېړنو به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د نشه‌يي توکو قاچاق په افغانستان کې یوه اوږدمهاله ستونزه ده، چې د کلونو جګړو، کمزوري اقتصادي وضعیت او محدودو د کچې د کنټرول له امله پراخ شوی دی.

د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې، طالبانو د یو فرمان له لارې د نشه‌يي توکو کر، تولید، قاچاق او استعمال منع اعلان کړ.

له دې سره سره، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر ضد ادارې (UNODC) راپورونه ښيي چې د طالبانو تر واک لاندې هم قاچاقي شبکې فعالې دي، خو د چرسو، تریاکو او نورو موادو د کښت کمولو هڅې روانې دي.