افغانستانخبرونه

طالبان وایي سمنګان ولایت کې یې یو شمېر وسلې نیولي

کابل ټیلیګراف – ۲۶ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

سمنګان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې یې یو شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.

په سمنګان ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د سمنګان په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د هدف‌منو عملیاتو په لړ کې، د وسلو او مهماتو یوه لوبه زېرمه کشف او ضبط شوه.

خبرپاڼې له مخې، په کشف او ضبط شویو وسلو او مهماتو کې یو مېل دهشکه، دوه صندوقونه بم‌غورځونکې مرمۍ، اتلس فیره هاوان مرمۍ، ۳۸ صندوقونه د M-۴۰ او M-۴۱ مرمۍ، ۵۴ صندوقونه د دهشکې او پیکا مرمۍ، یو صندوق لاسي بمونه، ۲۱ تختې پرتله او یوه پایه مخابره شامل دي.

په دې تړاو یو تن هم نیول شوی دی.