سیمه

هندي رسنۍ: د لشکرطیبه مشر حفیظ سعید په یو وسلوال برید کې وژل شوی

( کابل ټيليګراف (کب ۲۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

راپورونه وایي، د لشکر طيبه ډلې مشر حافظ سعید پر موټر د پنجاب په جهيلم کې د یکشنبې ورځې سهار وختي د موټر سايکل سپرو وسله والو له لوري بريد شوی دی.

هندي رسنيو  راپور ورکړی چې حفیظ سعید په یاد برید کې وژل شوی دی او ويلي يې دي، چې هغه د شديدو ټپونو له وجې ساه ورکړې  خو پاکستاني خبريالانو او رسنيو بيا دغه خبرونه رد کړي او وايي، هغه تر درملنې لاندې دی.

تر بريد وروسته حافظ سعید او له هغه سره په موټر کې موجود د هغه وراره نديم پېنډۍ کې پوځي روغتون ته لېږدول شوي ديویل کیږي چې ندیم هم وژل شوی دی

ویل کیږي چې نوموړي د پاکستان د منګلا قول اردو قومندان سره تر کتنې وروسته بېرته د ګرځېدو په حال کې و، چې نامعلومه وسله والو پرې بريد وکړ.

تر اوسه پورې پر حفظ سعید له بريد وروسته د هغه د‌ ژوند د تائيد لپاره کوم عکس يا ويډيو نه ده خپره کړې. څو ځل وړاندې هم د هغه د نيول کېدو او وژل کېدو دغسې راپورونه خپاره شوي، چې وروسته ناسم ثابت شول.

لشکر طيبه ډله د پاکستاني استخباراتو له لوري د کشمير جګړې لپاره رامنځته شوې او په ۲۰۰۸ کال کې د ممبي بريد په طرحه کولو کې په لاس لرلو تورنېږي. دغه ډله د ازاد کشمير تر شعار لاندې فعاليت کوي.