افغانستانخبرونه

نورستان کې د څه باندې ۶۴ میلیون افغانۍ په ارزښت قیمتي ډبرې وپلورل شوې

کابل ټیلیګراف – ۲۶ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې په نورستان ولایت کې د څه باندې ۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ګران‌بیه او نیمه‌ګران ډبرې وپلورل شوې.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د دغه ولایت د قیمتي ډبرو داوطلبۍ ترسره شوې.

سرچینې لیکي، په دې داوطلبۍ کې د کونزیټ، بېروج او مارکنایټ ډبرې د ۶۴ میلیونه ۷۶۸ زره ۶۵۰ افغانیو په ارزښت پلورل شوې.

د وزارت د معلوماتو له مخې، له دې عوایدو څخه ۶ میلیونه ۴۷۶ زره ۸۶۵ افغانۍ د طالبانو ونډه ده.