افغانستانخبرونه

حامد کرزی: درې کاله وشول، چې د هېواد نجونې د خپلو ښوونځیو د زنګ په انتظار دي

( کابل ټیلیګراف – ۲۶ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، د پسرلي په راتګ سره نوی تعلیمي کال هم پیلیږي، خو درې کاله وشول، چې د هېواد نجونې د خپلو ښوونخیو د زنګ په انتظار دی او له دې خوښۍ بې برخې دي.

هغه نن پخپل ایکس پاڼه کې زیاته کړې، تعلیم یوازې یو حق نه دی؛ بلکې دا زموږ د هېواد او هېوادوالو د سوکالۍ، عزت او بقا لپاره یو حیاتي ضرورت دی.

پخواني ولسمشر ویلۍ، د نجونو د زده‌کړو منع کول د ټولنې پرمختګ ته لوی خنډ دی، ځوانان او کورنۍ د وطن پریښودو ته مجبوروي چې نتیجه به یې د ترقۍ له کاروانه د افغانستان پاتې کېدل وي.

هغه زیاته کړې: (( لازمه بولم یوځل بیا او په ډیر تاکید پر اسلامي سرپرست حکومت ږغ وکړم چې د نجونو پرمخ د مکاتبو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، څو دوی هم وکولی شي د خپلو وروڼو په څیر تعلیم یافته شي او د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره هڅه وکړي.))

حامدکرزي ویلي، تعلیم د هر هېواد د پرمختگ بنسټ دی، ځوانانو ته باید په خپل وطن کې د تعلیم او ودې فرصت ورکړل شي څو د خپل علم او عمل پر مټ گران وطن د پردیو له احتیاجه وژغوري او ترقي او خودکفایي ته یې ورسوي.

دا لومړی ځل ندی، چې حامد کرزی د نجونو د تعلیم او کار لپاره غږ پورته کوي، بلکې تر دې وړاندې هم په ځلونو ټینګار کړی، چې نجونو پرمخ دې د زده کړو دروازې پرانیستل شي.