افغانستانخبرونهسیمه

علي امین ګنډاپور: له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو له پالیسۍ سره موافق نه یو

( کابل ټيليګراف (کب ۲۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د خېبرپښتونخوا وزیر علی امین ګنډاپور په یوې خبرې ناسته کې ویلي چې د افغان کډوالو په زر ویستل سم نه دي او په دې اړه د مرکز پالیسي نیمګړۍ ده

د پاکستان حکومت په دې هېواد کې مېشت افغان کډوالو ته وخت ورکړی چې د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱ نېټې پورې له دې هېواد څخه ووځي

د ګنډاپور په خبره چې په تېر کې هم  د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کې له بشري حقونو سرغړونه شوې ده.

هغه وویل، چې له پاکستان نه د افغان کډوالو د ایستلو له پالیسۍ سره موافق نه دی.

له خبریالانو سره په خبرو کې نوموړي دا هم ویلي کوم افغان کډوال چې په پاکستان کې پاتې کېدل غواړي او غواړي چې د دې هیواد تابعیت واخلي باید ورکړل شي په خبره یې چې غیر له جرمي سابقې باید هغوي ته پرېکړل پرېښودل شي چې د پاکستان تبعیت اخلي او که بیرته افغانستان ته ګرځي

د پاکستان د خیبريښتونخوا صوبه کې د دې هېواد تر بلې هر برخې ډیر افغان کډوال میشت دي

په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان مشرې موتیا مسکون د طالب چاوراکو سره په یوه ناسته کې له پاکستانه په زور  افغان کډوالو د اېستل کېدو په تړاو اندېښنه ښوولې ده.

بل لوري ته افغان کډوال وايي چې د پاکستان له لوري ورکړل شوی وخت ډیر کم دی او په دومره وخت کې د ځان چمتو کول به ورته ډیر ستونزمند وي