افغانستانخبرونه

اردوغان او ټرمپ د سیمه‌ییزو او نړۍوالو مسایلو په اړه خبرې کړي

کابل ټیلیګراف – ۲۷ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، له خپل امریکایي سیال ډونالد ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې د انقرې او واشنګټن ترمنځ د اړیکو، سیمه‌ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې کړي دي

د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي اردوغان په دې خبرو کې څرګنده کړې چې ترکیه او امریکا به د دوه متحدینو په توګه په نوي پړاو کې خپل پیوستون او همکاري وساتي.

اردوغان دغه راز د سوریې د بیا ثبات لپاره په یاد هېواد د لګول شویو بندیزونو لغوه کېدو په موخه د ګډې همکارۍ پر ارزښت ټینګار کړی.

نوموړي زیاته کړې، چې دا ګام به د سوریې له خلکو سره مرسته وکړي، څو بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د ترکیې او امریکا اړیکې، چې د ناټو د متحدینو په توګه اوږده سابقه لري، له لوړو ژورو ډکې دي. دواړه هېوادونه د مختلفو نړیوالو مسایلو په اړه نظرونه لري، چې ځینې وختونه یې د اړیکو ترینګلتیا ته زمینه برابره کړې ده.