
کابل ټیلیګراف – ۲۷ کب ۱۴۰۳ لمریز کال
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبریال د ملي ورځې په مناسبت ویلي، رسنۍ دې د دوی د تګلاور په چوکاټ کې خپل کار ته دوام ورکړي.
نن د کب ۲۷ مه د خبریال له ورځې سره برابره ده.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان کې د رسنیو وضعیت د ښه کېدو په لور روان دی.
یاد وزارت له رسنیو غوښتي چې د طالبانو د تګلارو په چوکاټ کې او د اصیل افغاني او اسلامي کلتور په پام کې نیولو سره خپلو خبري چارو ته دوام ورکړي.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي ټولنې او یونیسکو یوې ګډې څېړنې ښودلې چې ۴۸ سلنه رسنۍ (راډیو، ټلویزیون او انلاین) خپل فعالیتونه درولي دي.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته، په افغانستان کې د رسنیو شمېر او فعالیتونه په پام وړ ډول کم شوي دي. که څه هم طالبان د رسنیو د ملاتړ ادعا کوي، خو د رسنیو تړل کېدل، د خبریالانو دندې له لاسه ورکول، او د تاوتریخوالي زیاتوالی د بیان ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې جدي ننګونې رامنځته کړې دي.