
( کابل ټیلیګراف – ۲۷ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )
د شمالي مقدونیه اړوند کوچاني ښار په یوه نایټ کلب کې د کنسرټ پر مهال د اور لګیدنې له امله ۵۹ تنه مړه شوي او ۱۵۵ نور ټپیان شوي دي.
د دغه هېواد کورنیو چارو وزیر ویلي، دغه پېښه په یاد نایټ کلب کې د اور لوبې له امله رامنځته شوې، چې تر دا مهاله د ۳۹ تنو جسدونه پيژندل شوي او د اتلس نورو روغتیایي وضعیت هم د اندېښني وړ دی.
د شمالي مقدونیې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې تر دې مهاله په پېښه کې د وژل شویو ۳۹ کسانو جسدونه پېژندل شوي او د ۱۸ ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
ویل کیږي، د اورلګېدنې پرمهال نایټکلب کې د وتلو دروازې کې ګڼهګوڼه شوې او ډېری کسان د اور او لوګي له امله مړه شوي دي.