
( کابل ټیلیګراف – ۲۹ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )
د ارجنټاین ستوري فوټبالر لیونل میسي د ټپ له امله د نړیوال جام غوراوي سیالیو دوه لوبو څخه بهر شو.
هغه د انټر میامي فارورډ میسي د اټلانټا یونایټډ پر وړاندې د لوبې پر مهال ټپي شوی و.
د انټر میامي ادارې تائید کړی چې میسي لږ ټپ لري او د ۲۰۲۶ نړیوال جام غوراوي سیالیو کې د مارچ په ۲۱ به د یوروګوای او د مارچ په ۲۵ به د برازیل پر وړاندې لوبو کې ګډون ونکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د د برازیل ستوری لوبغاړی نیمار هم د ټپ له امله په خپله لوبډله کې شتون نلري.