خبرونهلوبې

نیوزیلینډ پاکستان څخه پخپل کوربتوب د شل اوریزو لوبو سریز وګاټه

( کابل ټیلیګراف – د وري 6مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

نیوزیلینډ پخپل کوربتوب په وروستۍ شل اوریزه لوبه کې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره له میلمه لوبډلې د ۵ شل اوریزو لوبو سریز ۴ – ۱ وګاټه.

په وروستۍ شل اوریزه لوبه کې نیوزیلینډ د پاکستان لخوا ورکړل شوی هدف ۱۲۹ هدف د دوه لوبغاړو په سوزیدو سره په لس اورونو کې پوره کړ.

ټاکل شوې د نیوزیلینډ او پاکستان ترمنځ درې یوه ورځنۍ لوبې هم ترسره شي.