
( کابل ټیلیګراف – د وري ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د امریکا د استخباراتي ټولنې راپور وایي، طالبان د 2025 کال د ګواښونو په لېست کې نشته.
د امریکا د استخباراتي ټولنې د 2025 کال د ګواښونو کلني راپور کې د داعش خراسان څانګه او د ټي ټي پي ډله د اصلي ګواښونو په توګه معرفي کړې ده.
په دې راپور کې ټینګار شوی چې د طالبانو ډله او د افغانستان خاوره نور د نړیوال یا سیمهییز ګواښ په توګه نه شمېرل کېږي.
د یادونې وړ ده چې تېر کال طالبان او افغانستان د ګواښونو په راپور کې شپږ ځلې یاد شوي وو، خو سږ کال د افغانستان خاورې څخه د کوم ګواښ په اړه هیڅ اشاره نه ده شوې.