افغانستانخبرونه

یوناما: د افغان نجونو پر زده کړو د محدودیتونو دوام د افغانستان وضعیت لا پیچلی کوي

کابل ټیلیګراف – ۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) د څلورم پرله‌پسې کال لپاره له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو په اړه ویلي چې دغه چاره د افغانستان بشري وضعیت نور هم پیچلی کوي.

یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، د نجونو د زده‌کړو مخنیوی نه یوازې د بشري حقونو وضعیت پېچلی کوي، بلکې پر بشردوستانه مرستو او اقتصاد هم ناوړه اغېز کوي.

په دغه اعلامیه کې د یوناما د مشرې روزا اوتونبایوا له قوله ویل شوي چې د نجونو د زده‌کړې منع نه یوازې د هغوی د راتلونکي لپاره د هیلو لید له منځه وړي، بلکې د افغانستان د ټول ولس پر سوله او هوساینې هم اغېز کوي.

یوناما زیاته کړې چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو محدودیت، د افغانستان د نړۍوالې انزوا له اصلي لاملونو دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنج‌شنبې په ورځ د پوهنې وزارت نوی پوهنیز کال پیل کړ خو یوازې د هلکانو او د شپږم ټولګي ښکته نجونو لپاره او د شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو په اړه یې هيڅ نه دي ویلي.

په افغانستان کې د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې وروسته، کله چې طالبان بیا واک ته ورسیدل، بند شول.

په ۲۰۲۲ کال کې طالبانو ژمنه وکړه چې د نجونو ښوونځي به بېرته پرانیزي، خو د هماغه کال د مارچ په ۲۳مه، چې تمه کېده ښوونځي بېرته پیل شي، طالبان د یوې ناڅاپي پرېکړې له مخې ښوونځي وتړل. له هغه راهیسې، دا بندیز لا هم پر خپل ځای دی، او طالبان یې د دیني او فرهنګي دلایلو له مخې توجیه کوي، خو نړیواله ټولنه او د بشري حقونو سازمانونه یې پر دوام سخت انتقاد کوي.