
کابل ټیلیګراف – ۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد العربیه شبکې ته په خبرو کې ویلي چې له امریکا سره رسمي اړیکې غواړي او هیله لري چې دوي سره د اړیکو لپاره شرایط کېنږدي.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې د امریکا سره یې دوښمني ابدي نه ده او غواړي چې ښې اړیکې ورسره ولري
ذبیح الله مجاهد ویلي چې د نړۍ له ګڼو هیوادونو سره ښې اړیکې لري خو په خبره یې دا چې په رسنیو کې نه ویل یا پټېږي جلا خبره ده.
وروسته تر هغې چې تېر جمهوري نظام تر سقوط وروسته په لومړي ځل نږدې یوه اوونۍ وړاندې یوه امریکايي پلاوي کابل ته سفر وکړ او طالبانو د امریکا سره د ښو اړیکو د نیت په پار د هغوي یو بندي ازاد کړ ، اوس د چارو شنونکو وايي چې دا سفر د امریکا او طالبانو ترمنځ د اړیکو نوی باب دی چې په خبره یې افغانستان او سیمې ته ځانګړی پیغام له ځان سره لري.