خبرونهنړۍ

کوئټه کې د پولیسو مرکز ته څېرمه چاودنې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

( کابل ټیلیګراف – د وري۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

د پاکستان د بلوچستان په کوئته ښار کې د پولیسو مرکز ته څېرمه چاودنه شوې، چې له امله یې درې تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

پولیس وایي، د دغه چاودنې قربانیان روغتون ته لیږدول شوي او د چاودنې له امله یو موټر او موټر سایکل هم زیانمن شوي دي.

سرچینې وایي، په دغه چاودنه کې درې تنه وژل شوي پاکستاني پولیس دي او په ټپیانو کې هم زیات شمېر پولیس او دوه ماشومان هم شامل دي، چې د درې ټپیانو روغتیایي حالات هم نازک ښودل شوی دی.

ویل کیږي، دغه چاودنه دومره زوروره وه، چې غږ یې په لرو پرتو سیمو کې اوریدل شوی دی.