
کابل ټیلیګراف – ۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، له خصوصي سکټور د ۲۰.۷ میلیارد افغانیو په پانګونې سره د برېښنا د تولید او انتقال د اوو پروژو قراردادونه لاسلیک شول.
د اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي، د برېښنا تولید په اوو پروژو کې په بلخ ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا، په هرات ولایت کې د پنځه میګاواټه لمریزې برېښنا، په لغمان ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا، په هرات ولایت کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د لومړي فاز ۴۳.۲میګاواټه برېښنا، په لوګر ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا، په ننګرهار ولایت کې د ۴۰.۲۵ میګاواټه لمریزې برېښنا، په جوزجان ولایت کې د ۵۰ میګاواټه ګازي برېښنا پروژې شاملې دي.
سرچېنې د معلوماتو له مخې د یادو اوو پروژو د برېښنا مجموعي ظرفیت ۲۲۸.۴۵ میګاواټو ته رسېږي.
اقتصادي معاونیت لیکلي، د برېښنا د انتقال په پروژو کې بیا د کندهار ولایت ختیځ برېښنا کوټ او د زابل ولایت د قلات برېښنا کوټ جوړولو او له کجکي تر کندهار پورې د ۱۱۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځولو پروژې شاملې دي.
طالبانو ویلي، د یادو پروژو د تطبیق لپاره کورني او بهرني خصوصي شرکتونه ۲۰.۷ میلیارده افغانۍ پانګونه کوي چې چارې به یې په معیاري ډول پر ټاکلي وخت بشپړې شي.