افغانستانخبرونه

اختر ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۳۰ کسان مړه او ۱۵۵ ټپيان شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترافیک پولیسو ریاست وایی چې د کوچني اختر په څلورو ورځو کې د افغانستان په کچه ۸۰ ترافیکي پېښې رامنځته شوې چې له امله یې ۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵۵ نور ټپیان شوي دي.

د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې په مړو شوو کسانو کې ۱۹ نارینه، دوې ښځې او نهه ماشومان او په ټپیانو کې ۱۱۷ نارینه، اته ښځې او ۳۰ ماشومان شامل دي.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، تیرکال د اختر په څلورو ورځو کې ټولټال ۹۸ ترافیکي پیښې رامنځته شوې وې چې په پایله کې یې ۵۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی و او ۱۸۵ نور ټپیان شوي وو.

په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د اختر په مناسبت د رخصتیو پر مهال د ترافیکي پېښو کچه لوړیږي، ځکه چې خلک له یوه ځایه بل ځای ته ډېر سفرونه کوي. د سړکونو خراب وضعیت، د ترافیکي اصولو نه مراعت، د موټرو تخنیکي ستونزې او غیرمسلکي موټرچلوونکي د دغو پېښو اصلي عوامل ګڼل کېږي.