
کابل ټیلیګراف – ۱۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دې هېواد تېرو یوولسو میاشتو کې افغانستان ته د ۲.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت غیرنفتي توکي صادر کړي دي.
په دې راپورونو کې راغلي چې افغانستان په دې موده کې د ایران پنځم لوی صادراتي هدف و.
په همدې حال کې، د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې تېر یو کال کې له افغانستان څخه ایران ته د ۱۸ زره ټنو څخه زیات زراعتي محصولات صادر شوي، چې د دې محصولاتو ټولیز ارزښت شاوخوا ۱۹ میلیون ډالره دی.
د ایران او افغانستان ګاونډیتوب او نږدېوالی د دې دوو ګاونډیو هېوادونو لپاره یوه زرینه موقع ګڼل کیږي.
په ورته وخت کې، د ایران هېواد له لورې د افغانستان لپاره سوداګریز سلاکار حسین روستایي د افغانستان د بازار د فرصتونو او ننګونو په اړه یوه ناسته کې، چې د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې له خوا جوړه شوې وه، وویل چې افغانستان د خپل بازار له ۸۰ سلنې څخه زیات اړتیاوې د وارداتو له لارې پوره کوي او له ایران څخه واردات د دې مقدار ۲۵ سلنه جوړوي.
هغه زیاته کړه چې ایران روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان ته له ۷۲۴ میلیون ډالرو څخه زیات توکي صادر کړي، چې د تېر کال ورته مودې په پرتله ۲۰ تر ۲۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ایران د تایباد ځايي چارواکو هم ویلي چې افغانستان د خراسان رضوي ولایت لومړی صادراتي شریک او لسم وارداتی شریک دی.
ویل کیږي چې د خراسان رضوي ولایت له ۶۵ سلنې څخه زیات صادر شوي توکي د دوغارون له لارې د هرات ښار او د افغانستان د بازارونو هدف ته صادرېږي.
په دې سره، اقتصادي کارپوهان وايي چې د صادراتو په پرتله د وارداتو د کچې زیاتوالی د هېواد په سوداګریز بیلانس کې افغانستان یو مصرفي هېواد ګرځولی او د کارموندنې په محدودیت یې شدت راوستی دی.