
کابل ټیلیګراف – ۱۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
هم مهاله د پاکستان څخه د افغان کډوالو د دویمې څپې د ایستلو له پیل سره، په کابل کې طالبانو د یوې ناستې په ترڅ کې له کډوالۍ را ستانه شویو افغانانو سره په همکارۍ ترسره کولو ټینګار وکړ.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د دغه وزارت وزیر عبدالکبیر د دغه ډلې له صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون مسوول انس حقاني سره ناسته درلوده.
په دې ناسته کې د ایستل شویو کډوالو د وضعیت د ښه کولو پر اړتیا ټینګار شوی دی.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې لیدنه کې د راستانه شویو کډوالو د اقتصادي وضعیت، د دوی د سوداګرۍ پراختیا او د بازارموندنې اسانتیاوو د وړاندې کولو په اړه بحث او خبرې اترې شوې دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي چې دا وزارت به راستانه شویو کډوالو ته د وړو کاروبارونو په جوړولو، مسلکي روزنو او بازار ته د لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي.
هغه ژمنه وکړه چې د کډوالو د اقتصادي ثبات او ټولنیز ادغام لپاره به د کډوالو وزارت سره همکاري کوي.
د افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون مسوول انس حقاني هم وویل چې دا کمېسیون هڅه کوي د افغان شخصیتونو سره د باور فضا رامنځته کړي او د دوی لپاره هېواد ته د راستنېدو لپاره مناسب شرایط برابر کړي.
په همدې حال کې، د طالبانو د ننګرهار والي دفتر راپور ورکړی چې په تېرو دوو ورځو کې ۳۱۶ کورنۍ، چې ۱۵۸۹ کسان کیږي، له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
دې دفتر ویلي چې ځینې کورنۍ په زور له پاکستان څخه ایستل شوي او د دوی ډېری شتمني او اموال ضبط شوي دي.
پاکستان هغو کډوالو ته چې د افغانستان د هویت کارتونه لري او هغو ته چې اسناد نه لري، د مارچ تر ۳۱مې نېټې مهلت ورکړی و چې دا هېواد پرېږدي.
د دې مهلت له پای ته رسېدو وروسته، د پاکستان پولیسو د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل کړی دی.
په ورته وخت کې، د بشري حقونو بنسټونو او د ملګرو ملتونو کارپوهانو د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د ایستلو په اړه اندېښنه ښودلې او د دې بهیر د درولو غوښتنه کړې ده.