
کابل ټیلیګراف – ۱۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان پوځ وایي، په شمالي وزیرستان کې مو د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه یې د نفوذي برید په ترڅ کې اته وسله وال وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
د دغه پوځ د عامه اړیکو ادارې د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي، دغه عملیات یې د شمالي وزیرستان د حسن خېلو په سیمه کې ترسره کړي، چې په ترڅ کې هغه اته وسله وال وژلي چې غوښتل یې د ډيورنډ کرښې نه راواوړي او په پاکستان کې بریدونه وکړي.
دوی زیاته کړې، په دغه برید کې څلور وسله وال ټپيان شوي هم دي.
پاکستان له تېر کال راهیسې د نا امنۍ شاهد دی، تر ډېره ناامنه سیمي خېبر پښتونخوا او بلوچستان دي، چې د نا امنۍ پېښې پکې خورا ډېرې شوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د انسټیټیوټ له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د مارچ په میاشت کې په دغه هېواد کې د وسله والو بریدونه زیات شوي.
په دغه معلوماتو کې راغلي چې، په خیبرپښتونخوا کې لږ تر لږه ۲۰۶ کسان وژل شوي، چې ۴۹یې امنیتي غړي دي.
په دغه پېښو کې ۳۴ ملکيان، او ۱۲۳ وسله وال هم وژل شوي او ترڅنګ یې ۱۱۵ نور کسان ټپیان شوي چې په ژوبل شویو کې ۶۳ امنیتي کسان دي ۴۹ نور ملکي وګړي دي.