
کابل ټیلیګراف – ۱۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د میانمار دولتي رسنۍ وایي، په دغه هېواد کې د څو ورځې وړاندې ترسره شوې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمیر ۳۴۷۱ ته ورسېده.
په میانمار کې د ۷.۷ درجې زلزله چې د مارچ په ۲۸مه وشوه، له څلورنیم زره څخه زیات کسان ټپیان کړي هم دي او تراوسه ۲۱۴ کسان لا هم نادرکه دي.
په عین وخت کې د یانګون – منډالي اورګاډي لاین او د منډالي نړۍوال هوایی ډګر د زلزلې له امله زیانمن او تړل شوی دی.
زلزلې د یانګون – منډالي لاین په اوږدو کې ۶۰ بندونه او د اورګاډي ۱۱ پلونه زیانمن کړي.
په گاونډي هېواد تایلنډ کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۴ تنو ته رسېدلی او ۷۷ تنه لادرکه دي.