افغانستانخبرونه

فراه کې دوه کسان وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

فراه کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د خپل منځي شخړې له امله دوه کسان وژل شوي دي.

د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د فراه ولایت مرکز اوله ناحیې اړوند مهاجرینو سېمه کې د دوو کورنیو د خیښۍ پر سر رامنځته شوې ده.

سرچېنې لیکلي چې په دغه پېښه کې دوه تن وژل شوي دي.

طالبانو په دې اړه یو تن نیولی دی.