خبرونهنړۍ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: د غیرقانوني کډوالو ویستل مو مشروع حق دی

کابل ټیلیګراف – ۲۲ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي‌خان په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته ویلي، چې د غیر قانوني کډوالو ایستل د پاکستان مشروع حق دی.

د شفقت علي‌خان په وینا، اسلام‌آباد د زیان‌منو کسانو د ساتنې په موخه له ملګرو ملتونو سره همکاري کوي او په دې اړه به ټولې شکایتونه وڅېړل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې خبري غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابوالي یواځینی لامل امنیتي وضعیت ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له دغه هېواد څخه په جبري ډول د افغانانو د ویستلو لړۍ پیل کړې.