افغانستانخبرونه

د پاکستان له زندانونو ۹۶ نور افغانان خوشې شول

کابل ټیلیګراف – ۲۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې ۹۶ تنه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې یاد شمېر افغان کډوال تېره ورځ هېواد ته راستانه شول.

سرچینې د کندهار د سپین‌بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر پنځو ورځو بندیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ کې سلګونه افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي.

پاکستان د افغان کډوالو د جبري راستنولو دوېیمه لړۍ پیل کړې او هره ورځ لسګونه کورنۍ افغانستان ته راستنوي.

تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي هم په کابل کې د پاکستان له سفیر په لېدنه کې د افغان کډوالو سره په نامناسب چلند خواشیني ښودلې وه او غوښتنه یې کړې چې پاکستان دې په دې اړه خپل چلند بدل کړي.