افغانستانخبرونه

افغان ابدالیان له سریلانکا سره لوبه کوي

کابل ټیلیګراف – ۲۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

افغان ابدالیان کرکټ لوبډله په درې اړخیزه لوبلړۍ کې نن له سریلانکا الف لوبډلې سره یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې افغان ابدالیان لوبډله په درې اړخیزه لوبلړۍ کې نن (سه‌شنبه) د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

سرچینې ویلي، دغه لوبه به د کابل په وخت سهار ۱۰:۳۰ بجې د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ په زاید کرکټ لوبغالي کې پیل شي.