
کابل ټیلیګراف – ۲۷ وری ۱۴۰۴
د طالبانو د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې د ملي پراختیا ستراتیژۍ مسوده تایید شوې ده.
د طالبانو ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، چې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د ملي پراختیا ستراتيژۍ مسوده د بحث لپاره وړاندې شوه چې له هراړخیزې ارزونې وروسته او د اقتصادي کمېسیون له لوري د راغلو تعدیلاتو په پام کې نیولو سره تایید شوه.
د ملي پراختیا ستراتيژۍ مسوده هغه جامع، واحد او اوږدمهاله سند دی چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد د بنسټیزو ملي موخو د تعیین او ترلاسه کولو په پار د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په مشرۍ، د اقتصاد وزارت په سکرتریت او د اړوندو سکټوري وزارتونو په ګډه همکارۍ چمتو شوی دی.
دغه ستراتيژي د یو باثباته، هوسا او له سیمې او نړۍ سره په ښو اړیکو سمبال افغانستان لیدلوری لري چې موخې یې د اسلامي شریعي قانون ټینګښت، د اغېزمنتیا، روڼتیا او حساب ورکونې اصل تأمینول، د سیمې او نړۍ سره د اغېزمنو او نېکو اړیکو پراختیا، د پایښت لرونکې سولې او عمومي امنیت ټینګښت، کارموندنه او اقتصادي وده، د دیني او ملي ارزښتونو، ارضي تمامیت او اسلامي حاکمیت ساتنه، د ملي او طبیعي سرچینو د مدیریت اغېزمنتیا لوړول، د بنسټیزو خدمتونو د عرضې ښهوالی، د صنعت، سوداګرۍ او خصوصي سکټور و دې د زېربنا پراختیا او سیمهییز اتصال، د ټولنیز خوندیتوب او د ژوند چاپېریال ښه والی ښودلې شوې دي.