
کابل ټیلیګراف – ۲۷ وری ۱۴۰۴
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، صادق خان د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.
یوې باوري سرچېنې کابل ټیلیګراف ته وویل چې هغه نن سهار اووه بجې را رسیدلی دی او لومړي به د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره وګوري.
هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم ویلي و، په نږدې راتلونکې کې به یو افغان پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.