افغانستانخبرونه

مجاهد: کابل کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ ګډه غونډه جوړه شوې

کابل ټیلیګراف – ۲۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، نن په کابل کې د همغږۍ د ګډې کمېټې په نوم د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډه غونډه کېږي.

مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي،  د پاکستاني پلاوي مشري به د هغه هېواد ځانګړی استازی محمدصاق خان او د افغان لوري مشري د ملي دفاع وزارت مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر کوي.

مجاهد زیاته کړې، دا د « JCC» اوومه غونډه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو ځل په اسلام‌اباد او یو ځل په کابل کې ترسره کېږي.

نوموړي لیکلي، په دې غونډه کې به د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د احتمالي ستونزو د هواري او د دواړو لورو ولسونو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي صادق خان په مشرۍ یو پلاوی نن سهار کابل ته راغلی دی.