افغانستانخبرونه

طالبانو کابل کې یو خبریال راشد کاشفي د دويم ځل لپاره نیولی

کابل ټیلیګراف – ۲۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو استخباراتو په کابل ښار کې یو خبریال راشد کاشفي نیولي دی او کورنۍ یې وایي چې په اړه یې اندېښمن دي.

د کاشفي د کورنۍ یوه غړي کابل ټیلیګراف ته وویل چې هغه تېره ورځ مازدیګر مهال په کابل ښار کې نیول شوی دی.

ده وویل چې تر اوسه هیڅ څرک نه دی معلوم او نه دا هم معلومه ده چې ولې نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې هغه په ۱۴۰۰ کال هم د څوو ورځو لپاره د طالبانو له لوري نیول شوي وو او بیا بېرته خوشې شول.