
کابل ټیلیګراف – ۲۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
مالدیف هېواد پر غزې د اسرائیلو د روانو بریدونو او نسل وژنې په غبرګون دغه هېواد ته د اسرائیلي وګړو په ورتګ بندیز ولګاوه.
د را پورونو له مخې؛ هغه کسان چې دوه ګونی تابعیت لري، د بل هېواد د سفر په اسنادو سره کولی شي، مالدیف ته داخل شي.
د مالدیف حکومت ویلي، دا ګام یې د فلسطیني ولس سره د قوي یووالي او د اسرائیلو د تېريو پر ضد د سخت دریځ ښودنه کوي.
د مالدیف پارلمان کې دا قانون لومړی د ۲۰۲۴م کال په مۍ کې وړاندیز شوی وو، چې د څو تعدیلاتو وروسته تصویب او د ولسمشر لخوا یې لاسلیک شو.
مالدیف، چې د خپلو ښکلو سیاحتي ځایونو لپاره مشهور دی، هر کال د اسرائیلي وګړو لویه شمېره د سیاحت په موخه دغه هېواد ته ورځي.