افغانستانخبرونه

کندوز کې هم رسنیو او محلي ادارو ته د ساه لرونکي انځورونو پر خپرولو بندیز اعلان شو

کابل ټیلیګراف – ۲۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

 کندوز ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست په یوه رسمي مکتوب کې د کندز ولایت ټولو محلي ادارو ته امر کړی چې له دې وروسته دې د ساه لرونکي (ژوندیو موجوداتو) انځورونو له اخیستلو او خپرولو څخه ډډه وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز لیکلي چې له دې حکم سره، کندوز څوارلسم ولایت شو چې په رسمي توګه دا بندیز اعلان او پلو کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې بندیز د پراخېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي او خبرداری ورکوي چې دا اقدام به د خبر رسونې، بیان آزادۍ او معلوماتو ته د خلکو لاسرسي بهیر سخت اغېزمن کړي.

د کندز ولایت د امر بالمعروف ریاست د دې ولایت والي ته په یو رسمي مکتوب کې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون پر بنسټ د ساه لرونکي (ژوندیو موجوداتو) انځورونو پر اخیستلو د بندیز یادونه کړې او له ټولو دولتي ادارو یې غوښتي چې په غونډو او نورو پروګرامونو کې له انځور اخیستلو او په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې یې له خپرولو ډډه وکړي.

په دې مکتوب کې چې د افغانستان د خبریالانو مرکز یې یوه کاپي تر لاسه کړې، راغلي چې دا پرېکړه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د اوولسمې مادې پر بنسټ شوې، چې له مخې یې د ساه لرونکي ( ژوندیو موجوداتو) د انځورونو خپرول منع دي.

دوو سیمه‌ییزو سرچینو دا مکتوب تایید کړی او د افغانستان د خبریالانو مرکز ته یې ویلي چې دا حکم رسنیو او دولتي ادارو ته رسماً ابلاغ شوی دی.